۰

ایټالیا او برېتانیا د هرات د هوايي ډګر پراخېدو کې مرسته کوي

پنجشنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۲
د افغانستان د مالیې وزارت او ملکي هوايي چلند اداره وایي، ایټالیا او برېتانیا د هرات ولایت د هوايي ډګر په پراخېدو او معیاري کولو کې مرسته کوي.
ایټالیا او برېتانیا د هرات د هوايي ډګر پراخېدو کې مرسته کوي
د افغانستان د مالیې وزارت او ملکي هوايي چلند اداره وایي، ایټالیا او برېتانیا د هرات ولایت د هوايي ډګر په پراخېدو او معیاري کولو کې مرسته کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي ویلي، د افغانستان لپاره د ایټالیې پراختیایي ادارې رئیس مائورو غیرتي ورسره ژمنه کړې ده، چې د یاد هوایې ډګر د تخنیکي چارو بررسۍ، څېړنې او څلورو مطالعاتي برخو کې به ورسره مرسته کوي.

په ورته وخت کې د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس محمد قاسم وفایي زاده هم ویلي، ګڼو نړیوالو ادارو ورسره ژمنه کړې ده، چې د هرات هوايي ډګر په پراخېدو کې به ورسره مرسته کوي.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان لپاره د برېتانیا پراختیايي ادارې هم ورسره ژمنه کړې ده، چې د یاد هوايي ډګر په پراخېدو او د اړتیا وړ وسایلو په برخه کې به ورسره مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي