افغان حکومت د کرونا ویروس له امله رامنځته شوي بشري وضعیت ته په کتو د اوربند ټینګېدو په اړه د اروپايي ټولنې د وړاندیز هر کلی کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ستراتېژیکو اړیکو کې د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر ویلي، طالبان باید خپل بریدونه ودروي، تر څو روغتیايي ټیمونه زیانمن شویو سیمو ته ځانونه وروسوي.
هغه نن چهارشنبې د کب ۲۸ مه په خپل ټوېټر لیکلي«طالبان باید پوه شي چې موږ د بشری وضعیت سره مخ یو چې د کورونا ویروس له امله رامنځته شوی، دوی «طالبان» باید خپل بریدونه ودروي او روغتیایی کارکوونکو ته اجازه ورکړي چې د افغانستان په ټولو برخو کې زیان منونکو خلکو ته ځانونه ورسوي.»
د افغان ولسمشر سلاکار زیاته کړې، په ځينو سیمو کې د طالبانو د بریدونو په اړه راپورونه ورسېدلي چې په وینا یې باید سمدستي ودرول شي.
وحید عمر له افغان سیاسي ډلو هم غوښتي چې له کرونا ویروس څخه د خوندیتوب په هدف د عامه پوهاوي په برخه کې مرسته وکړي.
نوموړي یادو ډلو ته په اشاره ویلي چې اوس د سیاسي ګټې تر لاسه کولو وخت نه دی بلکې ټول باید په ګډه د افغانانو د ژغورلو لپاره په ګډه کار وکړي.
تېره ورځ د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رولاند کوبیا وویل، د امن په فضا کې ټولو سیمو ته د بشري مرستو رسولو لپاره باید عمومي اوربند رامنځته شي.
ښاغلي کوبیا ویلي«د لومړنیو اقداماتو په توګه باید اوربند ټينګ شي، له بشري مرستو مالیه اخیستل بنده شي، د بشپړه خوندیتوب ډاډ ورکول شي او له دولت سره همکاري وشي.»
اروپايي ټولنې دغه غوښتنه وروسته له هغې وکړه، چې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي و، دوی د کرونا د مخنیوي په برخه کې چمتو دي، چې له موسیساتو او نړیوالې ټولنې سره همکاري وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل