د نړیوال بانک رئیس ډیویډ مالپس د افغانستان د اقتصادي ودې او فقر له منځه وړلو په برخه کې ولسمشر غني ته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، ډېویډ مالپس ولسمشر غني ته د بیا ولسمشر کېدو په پار لیک استولی او مبارکي یې ورته ویلې ده.
سرچینه زیاتوي، چې نوموړي په دغه لیک کې ولسمشر غني ته له افغانستان سره د اقتصادي ودې په برخه کې د همکارۍ او مرستې داډ ورکړی دی.
د نړیوال بانک رییس ویلي، دوی چمتو دي، چې په افغانستان کې د اقتصادي ودې او فقر له منځه وړلو په برخه کې همکاري وکړي.
د یادونې ده، چې نړیوال بانک تر دې مخکې هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل