۰

افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ۲۱ سنه زیات شوی دی

چهارشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۶:۵۷
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د تېر کال په پرتله په روان لمریز کال کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ۲۱ سلنه زیات شوی.
افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ۲۱ سنه زیات شوی دی
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د تېر کال په پرتله په روان لمریز کال کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ۲۱ سلنه زیات شوی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له مخې دغه مرکز زیاته کړې، چې په روان لمریز کال که د خبریالونو د وژنو په پېښو کې کموال راغلی، خو د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې تاوتریخوالی کې د پام وړ زیاتوالی لیدل کېږي.

د یاد مرکز مشر احمد قرشي پرون سه شنبې د کب ۲۷ مه  د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت په خپلي کلني راپور کې و ویل، چې په دغه کال کې پنځه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په تروریستي او جنايي پېښو کې وژل دي.

د هغه په وینا تېر کال د رسنیو پنځه کارکوونکي وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان وي، چې په وژل شویو کې درې خبریالان، یو تخنیکي کارکوونکی او یو بل هم امنیتی ساتونکی شامل دي.

دی وايي، په همدې کال کې د خبریالانو پر وړاندې د ګواښ ۲۸، د سپکاوي ۳۲، د تښتونې ۱۱، د بندي کولو ۸،، د وهل ټکولو ۶ او د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د وسله وال اقدام ۴ پېښې ثبت شوې دي.

د دغه مرکز چارواکي وايي، د خبریالانو د ګواښوونې له ۲۸ قضیو څخه په ۸ کې دولتي، چارواکي، په ۶ کې نامعلومه کسان، ۵ پېښو کې وسله وال طالبان، ۵ پېښو کې زورواکي، او په ۴ کې پولیس په لاس لرلو تورن شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي