۰

عمران خان د ولسمشر غني وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی

سی شنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۲
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ولسمشر غني هغه څرګندونو ته چې طالبان دې و وایي، څه وخت له پاکستان څخه راوځي غبرګون ښودلی دی.
عمران خان د ولسمشر غني وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ولسمشر غني هغه څرګندونو ته چې طالبان دې و وایي، څه وخت له پاکستان څخه راوځي غبرګون ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان د ولسمشر د دغه خبرو په غبرګون کې ویلي، د افغان سولې برخه کې د پاکستان رول باید وستایل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د سولې په برخه کې اوسنی پرمختګ د پاکستان له همکارۍ رامنځ ته شوی دی او افغان حکومت ته په کار ده چې د پاکستان د رول ستاینه وکړي.

دی وايي، د افغان حکومت او امریکا پر کړنو لږ څه تم کېدل په کار دي چې دوی په ۱۹ کلونو کې په جګړو افغانستان ته ثبات او سوله را نه وسته.

ولسشمر غني څو ورځې وړاندې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې په اړه د پنځه زره طالب زندانیانو خوشي کولو ته په اشارې و ویل، چې د زندانیانو د خوشي کولو صلاحیت د افغان حکومت سره دی.

هغه ویلي و، نه غواړي، چې یو طالب زنداني هم ولري خو ټینګار او پر طالبانو یې غږ وکړ، چې و ده وايي، څه وخت له پاکستان څخه راوځي.

ښاغلي غني زیاته کړې وه، طالبان دې له پاکستان سره اړیکې پرې کړي او په دې توګه دې ثابته کړي چې دوی خپلواک دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي