بلخ کې چاودنې دوه تنه وژلي دي

27 حوت 1398 ساعت 9:36

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په بلخ ولایت کې د یوې چاودنې له امله د پولیسو په ګډون څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په بلخ ولایت کې د یوې چاودنې له امله د پولیسو په ګډون څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون دوشنبې د کب ۲۶ مه د مزار شریف ښار په شمالي ځنډه کې د پولیسو په ګزمه شوې ده.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي، په چاودنه کې یو پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي او دوه پولیس ټپیان شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 


د مطلب کود: 126036

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126036/

جمهور
  https://www.jomhornews.com