۰
طالبان:

د کرونا ضد مبارزه کې له نړیوالو بنسټونو سره همکاري کوو

سی شنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۲
طالبان وایي دوی د روغتیا له نړیوال سازمان او نورو موسساتو سره د کرونا ضد مبارزه کې همکاري کوي.
د کرونا ضد مبارزه کې له نړیوالو بنسټونو سره همکاري کوو
طالبان وایي دوی د روغتیا له نړیوال سازمان او نورو موسساتو سره د کرونا ضد مبارزه کې همکاري کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین کړې وايي، دوی تیار دي چې د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې د روغتیا له نړیوال سازمان او نورو موسساتو سره همکاري وکړي، څو وکړی شي دغه پدیده له منځه یوسي.

نوموړي زیاته کړې، دوی د همغږۍ لپاره بشپړ چمتووالی لري او له یادو بنسټونو سره همکار دي.

شاهین پر نړیوالو روغتیايي سازمانو همدا راز غږ کړی چې د افغان حکومت په زندانونو کې د دوی بندیانو ته جدي توجه وکړي.

د یادونې ده، چې طالبانو تر دې وړاندې هم د خپلو بندیانو په اړه اندېښنه ښودلې ده او ویلي یې وو چې حکومت یې باید بندیان ازاد کړي له دې پرته یې مسوولیت ددوی پر غاړه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي