۰

د جي اووه هېوادونه د کرونا ویروس د مخنیوي پر اقداماتو خبرې کوي

دوشنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۴
د نړۍ اووه ستر صنعتي هېوادونو یا جي اووه مشران د کرونا ویروس د مخنیوي په اقداماتونو خبرې کوي.
د جي اووه هېوادونه د کرونا ویروس د مخنیوي پر اقداماتو خبرې کوي
د نړۍ اووه ستر صنعتي هېوادونو یا جي اووه مشران د کرونا ویروس د مخنیوي په اقداماتونو خبرې کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اووه سترو صنعتي هېوادونو کې متحده ایالات، فرانسه، جرمني، انګلستان، ایټالیا، کاناډا او جاپان شامل دي.

سپینه ماڼۍ وايي، په دې غونډه کې به د جي اووه هېوادونونو مشران د کرونا ویروس د ناروغۍ د مخنیوي پر اقداماتو مفصلې خبرې اترې وکړي.
دغه غونډه به نن دوشنبې د کب ۲۶ مه و د یوډیويي کنفرانس له لارې وشې.

د یادونې ده، چې کرونا ویروس اوس د ړۍ ټولو هېوادونو ته خپور شوی او په دې وروستو کې یطد مخینوي هڅې هم په چټکۍ روانې دي.

د وروستیو راپورونو له مخې، دغې ناروغۍ تر اوسه په ټوله نړۍ کې شپږ نیم زره کسان وژلي او تر ۱۷۰ زره ډېر نور ورباندې اخته شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي