۰

ننګرهار کې د ېوال نړیدو د یوې کورنۍ ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

دوشنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۳
سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې د یوه کور د دېوال د نړېدو له امله د ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې د ېوال نړیدو د یوې کورنۍ ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې د یوه کور د دېوال د نړېدو له امله د ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د کب ۲۵ مه ماښام د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ په لاغر جوی سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د چارواکو په خبره په دغه پېښه کې د یادې کورنۍ څلور ماشومان او یوه مېرمن وژل شوې او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي او روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي