پاکستاني پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مخکښ غړي او د پارلمان غړي علي وزیر باندې د پاکستان ضد بیانونو او دغه راز د دغه هېواد بیرغ ته د سپکاوي تورونه پورې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پر علي وزیر دا تور په داسې حال کې لګول کېږي چې تازه د ولسمشر غني د لوړې مراسمو کې تر ګډون وروسته بېرته پاکستان ته ستون شوی دی.
علي وزیر او محسن داوړ د پاکستاني پارلمان او دغه راز د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه دوه مخکښ غړي دي چې تل په خپلو ویناوو کې د پاکستان پر استخباراتي او پوځي ادارو د پښتون وژنې تورونه پورې کوي.
دوی تل وایي پاکستاني پوځیان د ترهګرو ساتنه کوي خو هغه کسان چې پر خپله خاوره د خپل حق غوښتنه کوي وژل کېږي او یا هم زندانونو ته اچول کېږي.
د یادونې ده، چې علي وزیر او محسن داوړ تر دې وړاندې هم یو ځل پاکستان د بې ځایه تورونو پر اساس بې ګناه څو میاشتې زنداني کړي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل