پاکستان وایي دوی د افغان سولې په راتګ او په دې برخه کې لا ډېرو پرمختګونو سره همکارۍ ته ادمه ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د لومړي وزیر عمران خان د ملي امنیت سلاکار د پاکستان په سنا مجلس کې کړې دي.
دغه دواړو چارواکو سنا ته د خبرو پر مهال ویلي، دوی د افغانستان د سولې له پروسې سره په سیمه کې د ثبات په موخه همکاري کړې ده او خپلو همکاریو ته به ادامه ورکوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او همدا راز د عمران خان د ملي امنیت سلاکار د پاکستان سنا ته ویلي چې په افغانستان کې د سولې راتګ د ټولې سیمې په ګټه دی نو ځکه دوی له امریکا او افغان حکومت سره په دې برخه کې همکار دي.
د پاکستان د سنا غړو هم په دې غونډه کې ټینګار کړی چې پاکستان باید د سولې په راتګ او جګړو په پای ته رسولو کې همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه هم ویلي، پاکستان تیار دی، چې د افغانستان د سولې په لار کې د خنډونو لرې کولو کې مرسته وکړي.
باجوه دغه څرګندونې پرون جمعه راولپنډۍ کې د افغانستان په اړه د پاکستان د پوځ د قول اردوګانو د عمومي قوماندانو په غونډه کې کړې دي.
نوموړي په افغانستان کې د سولې پر راتګ د ټینګار تر څنګ ویلي د سیمې د ثبات لپاره افغانستان کې سوله مهمه ده او د سولې لار له افغانستانه تېرېږي.
باجوه په دې اړه چې څه ډول کولی شي د افغان سولې په لار کې د پرتو خنډونو په لرې کولو کې مرسته وکړي، جزیات نه دي ورکړی.
په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو، دوی په افغانستان کې سوله غواړي او له ټولو افغان خواوو غواړي، د سولې د پروسې د دوهم پړاو پر لور ګامونه واخلي او بین الاافغاني خبرې پيل کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عایشې فاروقي د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې زیاته کړې، دا اوس مهمه ده چې د بینالافغاني خبرو اترو لور ته د ګام اخیستلو لپاره له فرصته ګټه واخیستل شي.
پاکستاني چارواکي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د فبرورۍ پر ۲۹ مه د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته طالبانو نه پر افغان ځواکونو په بریدونو کې کموالی راوستی او نه یې هم د افغان حکومت سره خبرو ته چمتوالی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل