۰

د کرونا په اړه د سارک غړي هېوادونه بېړنۍ غونډه جوړوي

یکشنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۶
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د سارک غړي هېوادونه به د کرونا ویروس د مخینوي په موخه بېړنۍ غونډه جوړه کړي.
د کرونا په اړه د سارک غړي هېوادونه بېړنۍ غونډه جوړوي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د سارک غړي هېوادونه به د کرونا ویروس د مخینوي په موخه بېړنۍ غونډه جوړه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هاروان چخانسوري، چې په همدې تړاو له ځینو نورو وزیرانو سره یو ځای نن یکشنبې د کب ۲۵ مه ولسي جرګې ته ورغوښتل شوی و، و ویل، چې دغه بېړنۍ غونډه به د سیمې په کچه د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه جوړه شي.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه غونډه به نن مازیګر څلور بجې د سارک د غړو هېوادونو د مشرانو له خوا د ویډیويي کنفرانس له لارې جوړه شي.

د هغه په وینا به دې ویډیويي غونډه کې به پر هغه لارو چارو خبرې وشي، چې څنګه کولی شي، په سیمه ییز توکه د دغه ناروغۍ د خورېدو مخینوی وکړي.

په ورته وخت کې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم ویلي، چې ولسمشر غني به نن د ویډیويي کنفرانس له لارې د سارک د غړو هېوادونو له مشرانو سره د کرونا ویروس د مخینوي په اړه خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دا هم و ویل، چې دوی د دغه ویروس د مخنیوي په موخه په لومړي ګام کې د بهرنیو چارو وزارت ټول دوه اړخیزه او درې اړخیزه ناستې ځنډولې او خپلې ټولې ناستې له بهرنیو هېوادونو سره د ویډیويي کنفرانس له لارې تر سره کوي.

دغه راز هغه و ویل، چې په ټولو هېوادونو کې د افغانستان استازولیو ته سپارښتنه شوې، چې د خپل هېواد د اتباع روغتیايي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او که چېرې کومه ستونزه لري، نو د حل په موخه یې د کوربه هېواد سره خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دا هم زیاته کړه، چې چین او متحده عربي اماراتو ډاډ ورکړی، چې د کرونا ویروس د مخینوي په برخه کې به له افغانستان سره مرسته وکړي.

دی وايي، چې په بهر کې د افغانستان قونسلګریو  ته هم سپارښتنه شوې، چې هلته د مېشتو افغان محصلینو ستونزې حل کړي.

همدارنګه نوموړي زیاته کړه، چې بهرنیو اتباع ته د افغانستان د ویزې ورکړه هم ځنډول شوې او دغه راز له ټولو چارواکو غوښتل شوي، چې بهر ته له تلو ډډه وکړي.
 
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي