۰

ولسمشر غني له خلیلزاد سره پر سولې خبرې کړې دي

یکشنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۹
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.
ولسمشر غني له خلیلزاد سره پر سولې خبرې کړې دي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، دغه کتنه نن یکشنبې د کب ۲۵ مه شوې، چې په کې د ولسشمر لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي او په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر هم حضور درلود.

د ارګ خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه ناسته کې دواړو لوریو د سولې پروسې د وروستیو انکشافاتو، راتلونکو ګامونو او همداراز د تاوتریخوالي د پام وړ کموالي په اړه مفصل بحثونه وکړل.

ارګ په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د یادونې ده، چې د ولسمشر غني له خوا د دوهم ځل لوړې تر سره کولو وروسته دا لومړی ځل دی، چې له خلیلزاد سره ګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي