۰

افغانستان کې د کرونا ویروس پنځه نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي

یکشنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۷
د عامې روغتیا وزارت تایید کړه، چې په هېواد کې د کرونا ویروس پنځه نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي.
افغانستان کې د کرونا ویروس پنځه نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي
د عامې روغتیا وزارت تایید کړه، چې په هېواد کې د کرونا ویروس پنځه نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه پېښو سره په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۶ تنو ته ورسېده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وایي، د کرونا پنځو نویو پېښو څخه څلور تنه په هرات او یوه یې هم په دایکنډي ولایت کې ثبت شوې ده.

اوس مهال د کرونا ویروس ۱۰ مثبتې پېښې په هرات، درې په سمنګان، یوه په بلخ، یوه په کاپیسا او یوه هم په دایکنډي ولایت کې ثبت شوې ده.

دغه راز د عامې روغتیا وزارت وايي، دوی ته تر اوسه پورې د کرونا ویروس ۲۰۶ مشکوکې پېښې هم رسېدلې، چې په کې همدا شپاړس مثبتې او ۱۹۰ نورې منفي دي.

همدارنګه د عامې روغتیا وازرت وايي، ۵۶ شکمنې پېښې دا مهال په مرکزي لابراتوارونو کې تر څېړنې لاندې دي، او هر وخت یې چې پایلې و وتلې له رسنیو سره به یې شریکې کړي.

د یادونې ده، چې کرونا د لومړي ځل لپاره د چین په واهان ایالت کې ولګېده، چې له هغې وروسته د ایران په قم ښار او دا مهال د نړۍ په ۱۲۲ هېوادونو کې خوره شوې ده.

خو تر ټولو ډېره مرګ ژوبله یې په چین، ایران، ایټالیا او هسپانیه کې اړولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي