۰
جنرال مک کنزي:

طالبان په خپله ژمنه نه دي درېدلي، ښايي افغانستان کې وینه بهېدنه ونه درېږي

شنبی ۲۴ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۶
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مک کنیزي وایي، طالبان په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو پر ژمنه نه دي درېدلي.
طالبان په خپله ژمنه نه دي درېدلي، ښايي افغانستان کې وینه بهېدنه ونه درېږي
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مک کنیزي وایي، طالبان په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو پر ژمنه نه دي درېدلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي پرون جمعه پنټاګون کې خبریالانو ته ویلي، چې طالبانو پر افغان ځواکونو بریدونو ته زور ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو شمېر د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې شوې هوکړې ته په کتو ډېر زیات دي.

دی وايي، که څه هم طالبان
هغه په خپلو خبرو کې ویلي«ګومان نه‌ کېږي چې دا حملې د پام وړ کمې شي، ښايي هېڅکله په افغانستان کې وینې بهېدنې تم نه‌شي. تاسو پوهېږئ چې په افغانستان کې اوس هم داسې ځایونه شته چې خلک‌ یې فکر کوي چې لا هم هلته روسان شته، نو هلته هېڅکله هر څه په کامل ډول سمېدای نه ‌شي، خو موږ ته په‌ کار ده چې حالت تر وس ښه کړو.»
پر ښارونو، امریکايي او ائتلافي ځواکونو بریدونه نه کوي، او یوازې په لرې پرتو سیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کوي، خو په وینا یې دا د کړې ژمنې خلاف عمل دی.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي«ګومان نه‌ کېږي چې دا حملې د پام وړ کمې شي، ښايي هېڅکله په افغانستان کې وینې بهېدنې تم نه‌شي. تاسو پوهېږئ چې په افغانستان کې اوس هم داسې ځایونه شته چې خلک‌ یې فکر کوي چې لا هم هلته روسان شته، نو هلته هېڅکله هر څه په کامل ډول سمېدای نه ‌شي، خو موږ ته په‌ کار ده چې حالت تر وس ښه کړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې جنرال مک کنزي تر دې یوه ورځ وړاندې د امریکا په سنا جرګه کې هم ورته څرګندونې کړې وې او خبرداری یې ورکړی و، چې که طالبان پر خپلو ژمنو ونه درېدل امریکا به د خپلو ځواکونو ایستل وځنډوي.

نوموړي زیاته کړې وه، چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۸۶۰۰ تنو ته کموي، خو تر دې د زیاتېدو ځواکونو کمول کېدای شي وځنډوي.

هغه دا هم ویلي و، که افغان امنیتي ځواکونو د خپل هېواد دفاع نه ‌شوی کولای، نو امر به وکړي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر تر ۸۶۰۰ کم نه‌ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي