د فنلنډ د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی له افغانستان سره د مرستو را جلبولو لپاره نړيوال کنفرانس جوړوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د فنلنډ د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې دغه کنفرانس به د روان کال د نومبر میاشت په جینوا کې جوړ کړي.
د وزرت په وینا دوی له افغان حکومت او ملګرو ملتونو سره يو ځای له افغانستان سره له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې د مرستو جلبولو لپاره دغه کنفرانس جوړوي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د جرمني پارلمان په افغانستان کې خپل ماموريت د ناټو او غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې د ۲۰۲۱ کال د مارچ تر مياشتې تمديد کړ.
جمهورخبري آژانس:کابل