۰

ملګرو ملتونو ولسمشر غني ته د بیا ولسمشر کېدو مبارکي ورکړې ده

شنبی ۲۴ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۲
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ولسمشر غني ته د افغانستان د ولسمشر ټاکل کېدو مبارکي ویلې ده.
ملګرو ملتونو ولسمشر غني ته د بیا ولسمشر کېدو مبارکي ورکړې ده
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ولسمشر غني ته د افغانستان د ولسمشر ټاکل کېدو مبارکي ویلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ پرون جمعه د کب ۲۴ مه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، ښاغلي ګوترش ولسمشر غني د مبارکۍ په استول شوي لیک کې هغه ته له افغانستان سره د همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.

په اعلامیه کې د ښاغلي ګوترش له قوله راغلي«خوشحاله یم چې له افغان ولس او حکومت سره د همکارۍ په برخه کې د مشارکت او ګډو هڅو په روحیه شته ستونزو او فرصتونو ته د رسېدګۍ لپاره د ملګرو ملتونو د دوامدار تعهد ډاډ درکوم.»

خبرپاڼه وايي، د ملګرو ملتونو سرمنشي تمه ښودلې چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د افغان حکومت او ملګرو ملتونو ترمنځ همکاري نوره هم زیاته شي.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي د سیاسي لارې افغانستان ته د سولې رسېدلو باندې په ټینګار سره ویلي ملګري ملتونه به د ښځو او ځوانانو معناداره ونډې سره په افغانستان کې د سولې د ټول شموله پروسې ملاتړ وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د پنځو نورو کلونو لپاره د افغانستان د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

تر دا مهاله د پاکستان، چین، کاناډا او بریتانیې په ګډون ځينو نورو هیوادونو هم ولسمشر غني ته د بیا ولسمشر ټاکل کېدو مبارکي ویلې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي