۰
د ملګرو ملتونو امنیت شورا:

اسلامي امارت په رسمیت نه پېژنو او ملاتړ یې نه کوو

چهارشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۵
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تازه پرېکړه کې ویلي، دوی د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني او نه یې هم د بېرته راګرځېدو ملاتړ کوي.
اسلامي امارت په رسمیت نه پېژنو او ملاتړ یې نه کوو
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تازه پرېکړه کې ویلي، دوی د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني او نه یې هم د بېرته راګرځېدو ملاتړ کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امنیت شورا دغه پرېکړه لیک وروسته له هغې صادر کړ، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه یې تصویب کړه.

په دغه پرېکړه لیک کې ویل شوي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو امارت په رسمیت نه پېژني او نه یې هم د بېرته راګرځېدو ملاتړ دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، ژر تر ژره باید بین الافغاني خبرې پیل شي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید مذاکرات دوام ولري.

د شورا په پرېکړه لیک کې پر طالبانو او افغان حکومت غږ شوي، چې د باور فضا پیاوړې کړي، د زندانیانو د تبادلې اقدامات وکړي او تاوتریخوالی د تر وروستۍ کچې کم کړي.

یادې شورا د افغانستان سوله د سیمې لپاره مهمه بلله ده او ژمنه یې کړې چې ملګري ملتونه به په دې برخه کې هر اخیزه هڅه کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ټینګار کړي، چې د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني او ددغه رژیم د راګرځېدو هېڅ راز پلویان او ملاتړي نه دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو، امریکا، بريتانیا، فرانسي، ایټالیا، ناروې او اروپايي ټولنې په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، دوی په افغانستان کې د سولې ملاتړ خو د امارت د راګرځېدو مخالف دي.

دغه اعلامیه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر وېب پاڼه خپره شوې ۱۴ مادې لري.

په دغه اعلامیه کې راغلي، چې دوی د سولې ملاتړ کوي خو ددې پلویان نه دي چې امارت دې بېرته افغانستان ته راوګرځي.

اعلامیه کې ټینګار شوی چې دوی د افغانستان او افغانانو ترڅنګ ولاړ دي او د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

یادو بنسټونو او هېوادونو ټینګار کړی چې د افغانستان جګړه یوازې له سیاسي لارو د حل وړ ده نو ټولو ښکېلو لورو ته په کار ده چې پر سوله ټینګار وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي