۰

ننګرهار کې یو ټېلر موټر چاودېدونکي توکي نیول شوي دي

چهارشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۶
د ننګرهار چارواکي وايي، د ملي امنیت ځواکونو په تورخم کې هغه ټېلر موټر نیولی چې له پاکستانه راوښتی و او لس زره کیلوګرامه چاودېدونکي توکي پکې بار وو.
ننګرهار کې یو ټېلر موټر چاودېدونکي توکي نیول شوي دي
د ننګرهار چارواکي وايي، د ملي امنیت ځواکونو په تورخم کې هغه ټېلر موټر نیولی چې له پاکستانه راوښتی و او لس زره کیلوګرامه چاودېدونکي توکي پکې بار وو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل پرون سې شنبه «کب۲۰مه» دغه چاودېدونکي توکي او ورسره نیول شوي دوه کسان رسنیو ته ښودل.
نوموړي زیاته کړه، چې له دغو چاودېدونکو توکو نه په ځانمرګو واسکټونو او ماینونو کې ګټه اخیستل کېږي.

د ننګرهار ملي امنیت رئیس ډګر جنرال نظر علي واحدي وویل چې دغه ټېلر له پاکستان څخه بار شوی و او کابل ته لېږدول کېدی چې تورخم کې د پلټنې پر مهال نیول شوی دی.

د هغه په وینا په دغو چاودېدونکو توکو کې سپینه دانه، امونیم نایټریټ، سپین پوډر، سودیم کاربونیت،کیمیکل او ساچمې شاملې دي.

ښاغلي واحدي وايي، د دغو توکو د انتقال په تور یې دوه کسان لاس په لاس نیولي دي.

د یادو توکو لیږدونکي افسر خان وویل چې توکې یې د پاکستان حاجي کمپ او عبدالله هډې څخه بار کړي وو او پلان یې درلوده چې نیم په ننګرهار او پاتې یې په کابل کې ښکته کړي چې د ملي امنیت منسوبینو له لورې ونیول شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي