۰

محمد اشرف غني د دوهم ځل لپاره د افغانستان د منتخب ولسشمر په توګه لوړه وکړه

دوشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۸
ولسشمر محمد اشرف غني، چې د ۱۳۹۸ کال په ولسمشریزه ټاکنو کې یو ځل بیا بریالی شو، د دوهم ځل لپاره یې د افغانستان د منتخب ولسشمر په توګه لوړه وکړه.
محمد اشرف غني د دوهم ځل لپاره د افغانستان د منتخب ولسشمر په توګه لوړه وکړه
ولسشمر محمد اشرف غني، چې د ۱۳۹۸ کال په ولسمشریزه ټاکنو کې یو ځل بیا بریالی شو، د دوهم ځل لپاره یې د افغانستان د منتخب ولسشمر په توګه لوړه وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني د لوړې مراسم نن دوشنبې د کب ۱۹ مه په ارګ کې تر سره شول، چې په ګڼې ګڼو بهرنیو او کورنیو مېلمونو ګډون کړی وو.

د ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې په کابل کې د بهرنیو هېوادونو سفیروانو، د ملګرو ملتونو استازي، د اروپايي ټولنې استازي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر، ګڼو بهرنیو دیپلوماتانو، او بهرنیو او کورنیو مېلمنو، د کابیني غړو او یو شمېر هېوادوالو ګډون کړی وو.

د لوړې په دغه مراسمو کې لومړی د هېواد قاضي القضات سید یوسف حلیم له خوا ولسمشر غني ته د ولسمشر په توګه قسم ورکړ او وروسته ولسمشر خپلو دوه مرستیالانو امرالله صالح او سرور دانش ته قسم ورکړ.

د یادونې ده، چې د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې میاشتې په شپږمه نېټه تر سره شوې، چې تر پنځه میاشتې ځنډ وروسته یې لومړنۍ او وروستۍ پایلې اعلان شوې.

د ټاکنو کمېسیون د سلواغې په لومړۍ نېټه د دغه ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې او ویې ویل، چې ولسمشر محمد اشرف غني د ۵۰.۶۴ سلنې رایو په اخیستو سره منتخب ولسمشر دی او هغه ته یې وثیقه ورکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي