۰

کابل کې د یوې کورنۍ ټول غړي په مرمزو ډول وژل شوي

دوشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۰
کابل پولیس تاییدوی، چې د ښار د اتمې حوزې په اړوند سیمه کې د یوې کورنۍ څلور تنه غړي په مرمزو ډول وژل شوي دي.
کابل کې د یوې کورنۍ ټول غړي په مرمزو ډول وژل شوي
کابل پولیس تاییدوی، چې د ښار د اتمې حوزې په اړوند سیمه کې د یوې کورنۍ څلور تنه غړي په مرمزو ډول وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه ( د کب ۱۸مه) د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه برقي په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز جمهور خبري آژانس ته د دغه خبر د تایید تر څنګ و ویل، چې کابل پولیسو د قلعه برقي سیمه کې د یوې کورنۍ د څلورو تنو غړو جسدونه موندلي دي.

نوموړي وایي، قوي احتمال د دې دي، چې دغه کسان ګاز نیولي او وژلي وي.

په ورته وخت کې ځینې عیني شاهدانو ویلي، چې دغه کور ته غله وراوښتي، مال یې لوټلی او د کورنۍ ټول غړي یې وژلي دي.

خو د کابل د پولیسو ویاند دا خبرې په کلکه رد کړې، او ویې ویل پر موندل شویو جسدونو هېڅ جنايي علایم نه لېدل کېږي او له نه هم له دغه کوره کوم څه غلا شوي.

دی وایي، جسدونه د لا څېړنې لپاره عدلي طب ته لېږدول شوي دي، تر څو یې نتایج معلوم شي، چې دغه کسان ګازو وژلي او که کوم بل لامل لري.

د یادونې ده، چې پرون د همدې اتمې حوزې اړوند قلعه برقي سیمه کې د لوګر د ولایتي شورا یو وکیل ناصر غیرت هم له درې ساتونکو سره په یوه وسله وال برید کې وژل شوی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي