۰

د ولسمشر غني د لوړې مراسم د دریو ساعتونو لپاره ځنډول شوي

دوشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۲
د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي تایید کړه، چې د ښاغلي غني د لوړې مراسم د دریو ساعتونو لپاره ځنډول شوي دي.
د ولسمشر غني د لوړې مراسم د دریو ساعتونو لپاره ځنډول شوي
د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي تایید کړه، چې د ښاغلي غني د لوړې مراسم د دریو ساعتونو لپاره ځنډول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صدیقي په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د ولسمشر غني د لوړې مراسم به نن دوشنبې د کب ۱۹ مه له غرمې وروسته یوه بجه تر سره شي.

که څه هم نوموړي د لوړې مراسمو د ځنډ لامل نه دی په ګوته کړی، خو ویل کېږي، عبدالله عبدالله هم د لوړې مراسمو لپاره چمتوالی نیولی او پر همدې ناندرۍ روانې دي.

داسې ویل کېږي، چې د خلیلزاد، او یو شمېر افغان مشرانو او سیاسیونو له خوا له پرون راهیسې هلې ځلې پیل شوې، چې دغه ستونزې ته حل لار پیدا کړي او عبدالله د لوړې له کولو تېر شي، خو ښکاري، چې تر اوسه دغه ستونزه نه ده حل شوې.

د ولسمشر د لوړې مراسم پر داسې مهال ځنډول کېږي، چې له وړاندې ګڼ شمېر بهرني او کورنه مېلمانه ارګ ته لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه رسېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي