۰
محمود قریشي:

ولسمشر غني د بندیانو د خوشي کولو لپاره نرمښت ښودلی دی

دوشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۶:۳۶
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په تازه څرګندونو کې ویلي افغان ولسمشر غني د بندیانو د خوشي کولو لپاره نرمښت ښودلی دی.
ولسمشر غني د بندیانو د خوشي کولو لپاره نرمښت ښودلی دی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په تازه څرګندونو کې ویلي افغان ولسمشر غني د بندیانو د خوشي کولو لپاره نرمښت ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي زیاته کړې، پاکستان له افغان سولې سره هر ډول همکاري کړې ده او د دې هيله ډېره شوې چې دلته روانه جګړه ختمه شي.

قریشي ویلي، افغان ولسمشر اشرف غني تازه د افغان بندیانو په اړه نرمښت ښودلی دی او دا یو ښه ګام دی.

د هغه په وینا د دغه نرمښت په اړه نور جزیات نه دی ورکړی خو ښايي اشاره یې د ولسمشر غني هغه څرګندونو ته وي، چې د ولسي جرګې په تالاره کې یې وکړې.

ولسمشر غني هلته د وینا پر مهال و ویل نه غواړي، چې یو طالب زنداني هم ولري، خو په وینا یې د زندانیانو خوشي کول باید اجرائیي ضمانت ولري او ملت پوه شي، چې خوشې کېدونکي کسان بیا جګړې ته نه ګرځي او طالبان اوربند کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغان دولت چمتوی دی، د بندیانو پر تبادلې په بین الاافغاني مذاکراتو کې خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي