۰

د پروان او کاپيسا امنیه قومندانان د طالبانو له یوه برید روغ وتلي

یکشنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۱
راپورونه وايي، د کاپیسا او پروان امنیه قوماندان احمد فرید مشعل او محمحد محفوظ ولي زاده د طالبانو له یوه بریده روغ وتلي دي.
د پروان او کاپيسا امنیه قومندانان د طالبانو له یوه برید روغ وتلي
راپورونه وايي، د کاپیسا او پروان امنیه قوماندان احمد فرید مشعل او محمحد محفوظ ولي زاده د طالبانو له یوه بریده روغ وتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه قومامندان په ننګرهار کې له یوې امنیتي غونډې وروسته کابل ته په لاره و، چې د سروبي ولسوالۍ د ماهیپر په سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخ شوي دي.

سرچینې وايي، په دغه برید کې امنیه قوماندانانو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی خو یو پولیس وژل شوی دی.

امنیتي چارواکو دغه برید د طالبانو کار بللی، خو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي