۰

د سولې رسمي مذاکراتو کې د ښځو پر ونډې د ملګرو ملتونو ټینګار

یکشنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۸
ملګرو ملتونو یو ځل بیا ټینګار کړي، چې افغان مېرمنې باید د سولې د رسمي مذاکراتو برخه وي او په دغه مذاکراتو کې ونډه ورکړل شي.
د سولې رسمي مذاکراتو کې د ښځو پر ونډې د ملګرو ملتونو ټینګار
ملګرو ملتونو یو ځل بیا ټینګار کړي، چې افغان مېرمنې باید د سولې د رسمي مذاکراتو برخه وي او په دغه مذاکراتو کې ونډه ورکړل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملګرو ملتونو د مارچ د اتمې په مناسبت په افغانستان کې د ښځینه اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشر تادامیچي یاممتو وايي، ښځې لا هم زده کړو او لومړنیو روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري او په سیاسي جریانونو کې یې ونډه پيکه ده.

نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې دایمي ثبات هغه وخت راتللی شي چې ښځینه وو ته د زده کړو او کار مصونه فضا برابره شي او پر دوی شته فشارونه لرې کړل شي.

هغه ټینګار کړی چې ښځې باید د افغانستان په سیاسي بهیر کې ګډې وي او دغه راز دې د سولې په رسمي مذاکراتو کې ونډه ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي پرون له یو شمېر افغان مېرمنو سره کتنه کې هغوی ته ډاډ ورکړي، چې د سولې پروسې په بین الاافغاني خبرو کې به د ښځو ونډه په پام کې ونیول شي.

نوموړي دا ډاډ هم ورکړي، چې امریکا به په افغانستان کې د تېرو ۱۹ کلونو د لاس ته راوڼو لپاره د هېڅ ډول وسیلې له کارولو ډډه ونه کړي.

دغه راز خلیلزاد ټینګار کړي، چې امریکا د سولې په بین الاافغاني خبرو کې د ښځو ونډې ته ژمنه ده، او افغانانان باید سره یو موټی شي او د افغانستان راتلونکی برخلیک خپله وټاکي.

خلیلزاد دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د ټرمپ له دغه څرګندونو وروسته چې که امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، ښايي طالبان بیا واک ونیسي د ګڼو مېرمنو اندېښنې راولاړې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي