۰

امریکا او ملګرو ملتونو پر افغان سوله خبرې کړې دي

شنبی ۱۷ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۸
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي د افغانستان پر وضعیت یې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره کتلي دي.
امریکا او ملګرو ملتونو پر افغان سوله خبرې کړې دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي د افغانستان پر وضعیت یې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو پر خپل ټوېټر لیکلي دي چې له ګوتریش سره یې د منځني ختيځ پر روان وضعیت اوهمدا راز افغان سوله خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، امریکا هڅه کوي د افغان سولې په برخه کې ټول خنډونه له منځه یوسي.

پمپیو په کابل کې د تېرې ورځې برید هم غندلی دی او په وینا یې دغه ډول کړنې بشر ضد جنایت دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې چې افغانان ښه راتلونکې ولري او د ترهګرو ډلو له ورته خونړیو بریدونو په امان وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي