۰

جنرال مېلر: د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو

پنجشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۳
په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، دوی به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
جنرال مېلر: د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو
په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، دوی به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال مېلر د طالبانو سره د سولې هوکړې او په هلمند کې پر طالبانو د امریکايي ځواکونو تر لومړني برید وروسته دغه څرګندونې کړې دي.

جنرال مېلر چې د افغان کمانډو ځواکونو یوه مرکز ته ورغلی و، په هلمند کې پر طالبانو د برید په اړه ویلي، چې دا برید د افغان ځواکونو د دفاع لپاره وو.

د هغه په وینا دوی د سولې شوې هوکړې ته ژمن دي، خو له افغان ځواکونو دفاع یې هم دنده او طالبان هم باید د سولې هوکړه عملي کړي.

جنرال مېلر د افغان ځواکونو د ملاتړ په اړه و ویل«موږ د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو. که اړتیا وه په دې کې د افغان امنیتي ځواکونو د دفاع لپاره هوايي ملاتړ هم شامل دی. نو دا به دوام وکړي او موږ د ځواکونو (افغان او نړیوال) ترمنځ ګډې هلې ځلې کوو....

د جنرال میلر تر څرګندونو مخکې د امریکا د پوځ یوه ویاند ډګروال لیګیت ساني په هلمند کې پر طالبانو د حملې په اړه ویلي، وسله والو طالبانو د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو پر پوستو پر له پسې حملې کولې نو امریکايي ځواکونو د دې لپاره چې د طالبانو د حملو مخه ونیسي، پر هغوی بمباري وکړه.

ده زیاته کړې چې امریکا د سولې پر موافقې ولاړه ده خو طالبان باید بې ضرورته حملې ودروي او پر خپلو هغو ژمنو ودرېږي چې د دوحې په موافقه کې یې کړي دي.

ډګروال ساني لیکلي«یوازې د مارچ په درېمه طالبانو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو ۴۳ حملې کړي دي. طالبان ادعا کوي چې له نړیوالو ځواکونو څخه د افغانستان د ازادولو لپاره جنګېږي. د فبرورۍ د نهه ویشتمې د موافقې پر اساس له افغانستانه د ځواکونو ایستل مشروط دي.»

د یادونې ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د تېرې شپنې د سولې په شوې هوکړه کې پر دې توافق شوی، چې تاوتریوالي کموالۍ به دوام کوي.

خو تر دغه تړون یوه ورځ وروسته طالب مشرانو خپلو جنګیالیو ته امر وکړ، چې پر افغان ځواکونو له سره بریدونه پیل کړي او په بهرنیو ځواکونو د کار نه لري.

د دې امر تر لاسه کولو وروسته طالبانو د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې پر افغان ځواکونو بریدونه پیل کړل، چې د ۲۰ ملکي وګړو په ګډون ۶۰ تنه افغان پوځیان په کې وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي