۰

سیمه ییز چارواکي:

چهارشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۹
طالبانو کندوز کې ۱۵ سرتېري وژلي او ۱۰ یې له ځان سره بېولي دي
سیمه ییز چارواکي:
سیمه ییز چارواکي وایي، طالبانو کندوز ولایت کې دوه ځایه د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي نن چهارشنبې د کب ۱۴ مه جمهور خبري آژانس ته تایید کړه، چې طالبانو تېره شپه د کندوز ښار په څنډو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.

د والي ویاند د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل، خو په ورته وخت کې په مشرانو جرګه کې د کندوز استازي عبدالله قرلق جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې طالبانو د شپې دوه بجې د کندوز ښار په څنډه کې د باغ فرقه په کلي کې پر امنیتي ځواکونو ډلیز بریدونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په دغه برید کې پنځلس سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د هغه په وینا له طالبانو سره جګړې درې ساته دوام درلود، چې په کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو تر اوسه یې جزیات نشه.

په ورته وخت کې ځینې امنیتي چارواکو رسنیو ته تایید کړې، چې په دغه بریدونو کې ۱۵ سرتېري شهیدان شوي او ۱۰ طالبانو له ځان سره وړي دي.


دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پرون هم د تخار – کندوز پر لویه لار په امنیتی پوستو بریدونه کړي و، چې په کې دوه طالبان هم وژل شوي وو.

د یادونې ده، چې د اورکم اوونۍ له پای ته رسېدو وروسته طالب مشرانو یو ځل بیا خپلو جنګیالیو ته امر کړي، چې پر بهرنیو ځواکونو کار ونه لري، خو پر افغان ځواکونو د له سره بریدونه پیل کړي.

جمهور خبري آژانس: محمد رقیف فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي