۰

عربي امارات د کرونا ویروس د تشخص آلې افغانستان ته ورکوي

چهارشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۸
د عامې روغتیا وزارت وايي، متحده عربي امارات د کرونا ویروس د تشخصی لپاره ۵۰ زره آلې په وړیا توګه افغانستان ته ورکوي.
عربي امارات د کرونا ویروس د تشخص آلې افغانستان ته ورکوي
د عامې روغتیا وزارت وايي، متحده عربي امارات د کرونا ویروس د تشخصی لپاره ۵۰ زره آلې په وړیا توګه افغانستان ته ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روغتیا وزارت ویندوی وحیدالله مایار ویلي، متحده امارات دا ۵۰ زره الې، چې تر ۳ ملیون ډالره زیات ارزښت لري، افغانستان ته ورکوي چې پر کرونا اخته کسانو پېژندنه پرې وکړي.

عربي امارت له افغانستان سره د دغه آلو مرسته پر داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې تر اوسه د کرونا ویروس یوه پېښه هرات کې ثبت شوې او ۷۰ شکمنې نورې پېښې لیدل شوې دي.

افغانستان د کورونا د تشخیص د الو ترڅنګ د کورونا د تشخیص مرکزونو ته هم ډېره اړتیا لري. اوس د هر مشکوک کس وینه پلازمېنې کابل ته استول کېږي او په ځنډ معلومېږي چې دا وایرس لري او که نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي