۰

ټرمپ له ملا عبدالغني برادر سره ۳۵ دقیقې تلېفوني خبرې کړې دي

چهارشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۴۴
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په قطر کې د طالبانو د دفتر د مشر او طالبانو د مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر سره تلېفوني خبرې کړې دي.
ټرمپ له ملا عبدالغني برادر سره ۳۵ دقیقې تلېفوني خبرې کړې دي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په قطر کې د طالبانو د دفتر د مشر او طالبانو د مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر سره تلېفوني خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ او برارد پرون سه شنبې د کب ۱۳ مه تلېفوني اړیکه نیولې او ۳۵ دقیقي سره غږېدلي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ له دې اړیکې وروسته سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي،«نن مې د طالبانو له مشر سره خبرې وکړې، موږ ښې خبرې درلودې... تاوتریخوالی نه غواړو، وګورو چې څه کېږي.

له دې سره جوخت طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم هغه عکس خپور کړی، چې په کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ملابرادر سره لیدل کېږي، چې د ټرمپ او طالبانو د مشر ملا برادر تر منځ د تلېفوني خبرو راپور ورکوي.

په ورته وخت کې قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین هم پر خپل ټویټر وايي، ښاغلي ټرمپ ملابرادر ته ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به ډیر ژر د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي چې د بین الافغاني خبرو پر وړاندې خنډونه لرې شي.

نوموړي لیکلي«ښاغلي ټرمپ د محترم عبدالغني برادر سره ٣٥ دقیقې خبرې کړې دي او ټرمپ ته یې ویلي که امریکا له موږ سره په شوې موافقې عمل وکړي نو په راتلونکې کې به مثبتې دوه اړخیزې اړیکې ولرو.»

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ تر دې یوه ورځ وړاندې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم تلېفوني خبرې کړې او د طالبانو سره د سولې د هوکړې مبارکي یې ورته ویلي دي.

د افغان حکومت او طالب مشرانو سره د ټرمپ تلېفوني اړیکې پر داسې مهال تر سره کېږي، چې اورکم اوونۍ د پای ته رسېدو سره طالبانو یو ځل بیا خپلو جنګیالیو ته امر کړی، چې په بهرنیو کار ونه لري خو پر افغان ځواکونو بریدونه له سره پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي