اروپايي ټولنې د طالبانو له لروي د بریدونو له سره پیلېدو ته په غبرګون کې ویلي، که دا رښتیا شي، نو د دوحې د تړون خلاف عمل به وي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو پرون خپلو جنګیالیو ته امر کړي، چې پر بهرنیو ځواکونو کار ونه لري خو پر افغان ځواکونو د له سره بریدونه پیل کړي.
طالبانو ویلي، په بهرنیو ځواکونو ځکه بریدونه نه کوي، چې له امریکا سره د سولې په شوي تړون کې پر دې موافقه شوې خو د افغان ځواکونو په اړه کومه موافقه نه ده شوې.
همدې ته په کابل کې د اروپايي ټولنې استازي رولانډ کوبیا ویلي، که چېرته د طالبانو له لوري د بریدونو له سره پیلېدو خبره تایید شي نو دا به د دوحې تړون خلاف عمل وي.
نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، دا د بریدونو وخت نه، بلکې د باور رامنځته کولو مرحله ده چې په رغنده ډول باید پر مخ لاړه شي.
جمهورخبري آژانس:کابل