۰
د ننګرهار والي:

په دغه ولایت کې داعش او کلداره ختم شوي دي

سی شنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۹
د ننګرهار والي شامحمود میاخېل وایي، د ننګرهار په وضعیت کې د پخوان په پرتله ښه والی راغلی او دغلته داعش او پاکستانۍ کلداره ختمه شوې ده.
په دغه ولایت کې داعش او کلداره ختم شوي دي
د ننګرهار والي شامحمود میاخېل وایي، د ننګرهار په وضعیت کې د پخوان په پرتله ښه والی راغلی او دغلته داعش او پاکستانۍ کلداره ختمه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې میاخېل چې نن سه شنبې د کب ۱۳ مه په یوه غونډه کې، چې ولسمشر محمد اشرف غني او ورسره دولتي پلاوي هم حضور درلود و ویل، چې په ننګرهار کې ۱۴ سوه پروژې چې مالي لګښت یې ۱۹ میلیارد افغانۍ کېږي، یا پلې شوې او یا هم د پلې کېدو په حال کې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله امنیت خورا ښه شی او ټول ولسونه د نظام او سولې کلک ملاتړي دي او د سولې لپاره کار کوي.

دی وایي، د ننګرهار ولسونه د سولې او نظام پلوي کوي او په هېواد کې داسې باعزته او تل پاتې سوله غواړي، چې ورسره د افغانستان ټول ولسونه د ارام ساه واخلي.

د هغه په وینا په دې وروستیو کې په ننګرهار کې لویه لاس ته راوړنه دا ده، چې داعش په مکمل ډول ختم شوی او دغه راز پاکستانۍ کلداره چې له تېرو ۴۰ کلونو رواج وه، ختمه شوې او ځای یې افغانیو نیولی دی.

د ننګرهار والي په دغه ولایت کې ځینو ستونزو ته هم اشاره وکړه، چې دوی لا هم د معارف، برېښنا، صنعت او بیارغونې په برخه کې ستونزې لري، چې باید ورته جدي پاملرنه وشي.

هغه په مشخص ډول و ویل، چې د ننګرهار په معارف کې دوی همدا اوس د ۷ زره کارکوونکو چې پنځه زره یې یوازې ښوونکي دي، کمبود لري او باید ورته پاملرنه وشي.

دغه راز د ننګرهار والي زیاته کړه، چې د دغه ولایت پوهنتون او اسلامي پوهنتون ته هم توجه وشي.

همدارنګه والي په ننګرهار کې د برېښا د کمښت یادونه هم وکړه، چې صنعت کاران یې له ستونزو سره مخ کړي او دغه راز یې د ابو شبکې ستونزې هم له ولسمشر غني سره شریکې کړې.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي