۰

چین: افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوو

سی شنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۷
چین د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د شوې هوکړې هرکلی کړی او له افغانستان سره یې د خپلو مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.
چین: افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوو
چین د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د شوې هوکړې هرکلی کړی او له افغانستان سره یې د خپلو مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان پرون دوشنبې د مارچ ۳ مه هیله څرګنده کړې، چې د دغه تړون له لاسليک کېدو وروسته به په افغانستان کې د با ثباته سولې په لور ګام واخیستل شي.

وياند جاو لي جيان ویلي، د چين په شمول د ځينو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو د ياد تړون د لاسليکېدو په مراسمو کې ګډون وکړ.

هغه زیاته کړې، چين د امريکا او طالبانو تر منځ د هوکړې هرکلی کوي او په دې نظر دی چې دا د افغانستان د مسئلې د سياسي حل لپاره فعال اهميت لري.

نوموړي ویلي، چين غواړي په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې له بهير څخه ملاتړ او مرستې برابرې کړي.

د هغه په وینا چین په افغانستان کې د افغانانو تر لارښوونې لاندې د دغه هېواد د اداره کولو لپاره له زغموونکي سوله ايز بهير څخه ملاتړ کوي.

جیان دا هم ویلي، په افغانستان کې ميشت بهرني پوځيان بايد په منظمه او مسئولانه توګه له دغه هېواد څخه و وځي او  په دغه هېواد کې دې ثبات او امن تامين کړي.

د نوموړي په خبره بهرني پوځیان باید د امنيتي خاليګاه د رامنځته کېدو مخه دې ونيسي په تېره بيا په دغه هېواد کې دې د ترهګريزو ډلو د بېرته فعاليدو مخه ونيسي.

په ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، نړيواله ټولنه دې په مداومه توګه د افغانستان د سولې او بيا رغونې په بهير کې ګډون وکړي.

چين د افغانستان له طالبانو او اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې له فرصتونو څخه استفاده وکړي او ژر تر ژره بين الافغاني خبرې اترې تر سره کړي او په ګډه د افغانستان د راتلونکی سياسی نظام او د دايمی سولې او ثبات د رامنځته کېدو لپاره هڅې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي