۰
طالبانو ته د جنرال مېلر خبرداری:

طالبان باید د تاوتریخوالي کمښت ته ادامه ورکړي او له جګړې لاس واخلي

سی شنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۰
وروسته له هغې چې طالبانو خپلو جنګیالیو ته پر افغان ځواکونو د بریدونو د بیا پیل خبر ورکړی په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي د تاوتریخوالي کمښت باید په افغانستان کې دوام وکړي.
طالبان باید د تاوتریخوالي کمښت ته ادامه ورکړي او له جګړې لاس واخلي
وروسته له هغې چې طالبانو خپلو جنګیالیو ته پر افغان ځواکونو د بریدونو د بیا پیل خبر ورکړی په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي د تاوتریخوالي کمښت باید په افغانستان کې دوام وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر د طالبانو نظامي کمېسیون په یوه مکتوب کې خپلو جنیګالیو ته امر کړی، چې پر افغان ځواکونو بریدونه له سره پیل کړي.

په ورته وخت کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته ویلي، د اورکم اونۍ پای ته رسېدلې او پر افغان ځواکونو به د طالبانو بریدونه له سره پیل شي.

نوموړي ویلي، چې د امریکا سره د سولې د هوکړې پر اساس به طالبان پر بهرنیو ځواکونو بریدونه نه کوي.

دی وایي، پر افغان ځواکونو ځکه بریدونه پیلوي، چې د سولې په شوې هوکړه کې له امریکا سره پر دې هېڅ توافق نه دی شوي، چې پر افغان ځواکونو به هم بریدونه دروي.

خو په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، د امریکا تمه دا ده، چې باید د تاوتریخوالي کمولو لړۍ دوام وکړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې خبره د سولې هوکړې یو هدف هم دا دی چې په افغانستان کې جګړې پای ته ورسول شي نو ښه به وي چې طالبان د تاوتریخوالي کمښت ته ادامه ورکړي او له جګړو لاس واخلي.

د هغه په وینا اورکم د باور جوړولو لپاره یو فرصت و اوس د دې وخت دی چې د نورو پرمختګونو لپاره ګامونه اوچت شي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو اعلامیه وایي، طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي