۰

طالبان: پر افغان ځواکونو له سره بریدونه پیلوو

سی شنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۴
د امریکا سره د سولې هوکړې درې دوه ورځې او د اورکم اوونۍ له پای ته رسېدو سره سم طالبانو یو ځل بیا ویلي، چې پر افغان ځواکونو به یې بریدونه دوام ولري.
طالبان: پر افغان ځواکونو له سره بریدونه پیلوو
د امریکا سره د سولې هوکړې درې دوه ورځې او د اورکم اوونۍ له پای ته رسېدو سره سم طالبانو یو ځل بیا ویلي، چې پر افغان ځواکونو به یې بریدونه دوام ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو نظامي کمېسیون په یوه مکتوب کې خپلو جنګیالیو ته امر کړی، چې له بهرنیو ځواکونو سره د کار نه لري خو پر افغان ځواکونو د خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته ویلي، چې د اورکم اونۍ پای ته رسېدلې او پر افغان ځواکونو به د طالبانو بریدونه له سره پیل شي.

نوموړي ویلي، چې د امریکا سره د سولې د هوکړې پر اساس به طالبان پر بهرنیو ځواکونو بریدونه نه کوي.

دی وایي، پر افغان ځواکونو ځکه بریدونه پیلوي، چې د سولې په شوې هوکړه کې له امریکا سره پر دې هېڅ توافق نه دی شوي، چې پر افغان ځواکونو به هم بریدونه دروي.

طالبان دغه څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې پرون په خوست کې د فوټبال په میدان کې موټر سایکل بم چاودنې درې تنه و وژل او ۱۱ نور یې ټپیان کړل، خو طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړل.

دا په اسې حال کې ده، چې ولسمشر غني په تازه څرګندونو کې ویلي، که طالبان له کړو ژمنو سرغړونه وکړي، اتومات به هر څه ګډوډ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي