۰

د ریل پټلۍ اداره: له ازبکستان سره پوله نه ده تړل شوې

دوشنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۶
د افغانستان د رېل پټلۍ ادارې هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګڼې ازبکستان د کرونا ویروس د مخینوي په موخه له افغانستان سره پوله تړلې ده.
د ریل پټلۍ اداره: له ازبکستان سره پوله نه ده تړل شوې
د افغانستان د رېل پټلۍ ادارې هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګڼې ازبکستان د کرونا ویروس د مخینوي په موخه له افغانستان سره پوله تړلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له تېرې شپې راهیسې داسې راپورونه خپاره شي، چې ازبکستان له افغانستان سره خپله پوله تړلې ده.

په راپور کې ویل شوي چې ازبکستان د کرونا ویروس د مخینوي لپاره دغه پوله د لندې مودې لپاره تړلې، خو د افغانستان د رېل پټلۍ اداري دغه راپور رد کړ.

یادې ادارې نن دوشنبې د کب ۱۲ مه پر خپله ویب پاڼه لیکلي، چې له ازبکستان سره پوله نه ده تړول شوې او له دغه لارې د افغانستان صادرات او واردات په نورمال ډول روان دي.

دغه ادارې ټينګار کړی او خلکو ته یې خبر ورکړی، چې د افغانستان او ازبکستان تر منځ او دغه لاز د ازبکستان له لارې د نورو هېوادونو سره د توکو لېږد رالېږ په منظم او نورمال ډول روان دی.

یادې ادارې ویلي، چې همدا نن هم د حیرتان – مزرار له لارې ازبکستان، ترکمنستان او نورو آسیايي هېوادونو ته انتقالات تر سره شوي او هېڅ ډول ستونزه نه ده رامنځ ته شوې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ې د تورغنډۍ، آقینې له لارې هم د ازبکستان، ترکمنستان او نورو آسیايي هېوادونو سره راکړه ورکړه جریان لري.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان بیا د سپین بولدک - چمن لار نن د تګ راتګ په موخه تړلې وایي، دغه کار یې د کرونا د مخینوي لپاره د یوې اوونۍ په مخه کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي