۰

کونړ کې ۴۲ داعش وسله وال افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي

دوشنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۴۲
سیمه ییز چارواکي وایي، کونړ ولاتی کې د داعش ۴۲ وسله وال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
کونړ کې ۴۲ داعش وسله وال افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي
سیمه ییز چارواکي وایي، کونړ ولاتی کې د داعش ۴۲ وسله وال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه داعشیان پرون یکشنبې د کب ۱۱ مه رسنیو ته وښودل شول.

د کونړ والي عبدالستارمیرزکوال وايي، د تسلیم شویو داعشیانو قوماندان کرامت الله نومېږي، چې په راکټي مشهور دی.

د هغه په وینا له هغه سره درې نور ډلمشران هم په تسلیم شویو داعشیانو کې دي او نور ټول یې عادلي جنګیالي دي.

د کونړ والي وایي، دوی خپلې درنې او سپکې وسلې هم حکومت ته وسپارلې او له جګړې لاس په سر شول.

ښاغلی میرزکوال زیاتوي، چې نورو داعشیانو هم ورسره اړیکه نیولې او په نېږدې راتلونکې کې به هغوی هم افغان ځواکونو ته تسلیم شي.

په ورته وخت کې تسلیم شوي کسان وایي، د طالبانو جنګونو او د حکومت پلوه ډرون الوتکو بریدونو دې ته اړ کړل چې حکومت سره یوځای شي.

 جمهورخبري آژانس:کونړ

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي