۰

پاکستان د سپین بولدک – چمن لار تړي

یکشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۶
پاکستان د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د سپین بولدک – چمن تر منځ لار د تګ راتګ پر مخ تړي.
پاکستان د سپین بولدک – چمن لار تړي
پاکستان د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د سپین بولدک – چمن تر منځ لار د تګ راتګ پر مخ تړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بلوچستان ایالتي حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه لار به سر له سبا دوشنبې کب ۱۲ مې د تګ راتګ په موخه وتړل شي.

په دغه اعلامیه کې  ویل شوي، په افغانستان کې د کرونا ویروس د پراختیا ګنګوسې خپرې شوې دي نو له همدې امله یې دغه لار د یوې اونۍ لپاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

سرچینه کاږي چې د لارې د خلاصېدو او یا بلې پرېکړې په اړه به وروسته معلومات ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي