۰

ایران هم د طالبانو او امریکا د هوکړې هرکلی وکړ

یکشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۷
ایران هم د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لیک هرکلی کړی وايي، هیله لري، چې افغانستان کې یو داسې دولت رامنځ ته شي، چې ګاونډیانو سره ښې اړیکې ورغوي.
ایران هم د طالبانو او امریکا د هوکړې هرکلی وکړ
ایران هم د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لیک هرکلی کړی وايي، هیله لري، چې افغانستان کې یو داسې دولت رامنځ ته شي، چې ګاونډیانو سره ښې اړیکې ورغوي.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبې د کب ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دوی د دغه تړون هرکلی کوي او هیله لري، چې په افغانستان کې یو داسې دولت رامنځته شي چې له خپلو ګاونډیانو سره ښیې اړیکې ورغوي او د تروریزم جرړې وباسي.
 
په خبرپاڼه کې ویل شويایران د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کېدونکو هڅو ملاتړ کوي.
 
خبرپاڼه دا هم وايي، ایران په دې باور دی چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور غیرقانوني دی او په دغه هېواد کې د ناامنۍ او جګړو اصلي لامل دی.

تر ایران مخکې، افغان حکومت، ملګرو ملتونو، هند، پاکستان او روسیې هم د دغه هوکړې هرکلی کړی او هیله یې ښودلې چې دا په افغانستان کې بین الاافغاني خبرو، تل پاتې سولې او جګړې پای ته رسېدو ته زمینه برابره کړي.

د یادونې ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه پرون شنبې د کب ۱۰ مه قطر کې د ۳۰ هېوادونو د استازو په حضور کې لاسلیک شوه.

د شوې هوکړې پر اساس به بهرني ځواکونه په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان څخه وځي، د تاوتریخوالي کمولو موده به غځېږي، د بین الاافغاني خبرو په پار د بارو جوړونې لپاره به د طالبانو او حکومت شپږ زره بندیان خوشي کېږي، وروسته به هغې به بین الاافغاني مذاکرات پیل او عمومي اوربند ته به لار هوارېږي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي