ټاکل شوې نن د افغانستان په وخت د ماښام شپږ بجې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه د قطر پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د قطر څخه خبریالان وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزا، طالب استازي او یو شمېر نور وربلل شوي استازي د سولې هوکړې د لاسلیک ځای ته رسېدلي دي.
ویل کېږي د امریکا له لوري به د سولې دغه هوګړه د زلمي خلیلزاد او د طالبانو له لوري ملا عبدالغني برادر له خوا لاسلیک شي.
راپورونه وایي، د ګڼو هېوادونو استازي دغه مراسمو ته ورسېدلي او نور هم د رسېدو په حالت کې دي.
د راپورونو پر اساس کله چې د امریکا او طالبانو تر منځ دغه هوکړه لاسلیک شي، نو په لسو ورځو کې د ننه به د افغان حکومت او طالبانو تر منخ هم د سولې خبرې پیل شي.
خو د دغه خبرو د پیل لپاره ویل کېږي شرط دا دی، چې افغان حکومت به د طالبانو پنځه زره او طالبان به د افغان حکومت زر تنه بندیان خوشي کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل