د ناټو سرمشني ینس سټولټنبرګ کابل ته رارسېدلی او د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره یې سپېدار ماڼۍ کې کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اجرائیه ریاست پر فسبوک پانه ویل شوي ښاغلي عبدالله له ښاغلي سټولټنبرګ سره دوحه کې به د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړې پر لاسلیک خبرې کړې او دا یې د افغانانو لپاره تاریخي او برخلیک ټاکونکې ده.
نوموړي د ترهګرۍ ضد جګړه کې له افغانانو سره د ناټو د همکارۍ او قربانیو مننه کړې او هیله یې ښودلې چې د سولې هوکړه په افغانستان کې د دایمي ثبات وسیله وګرځي.
په ورته وخت کې د ناټو سرمشنی ینس سټولټنبرګ ویلي، دوی د سولې موضوع له نږدې څاري او ناټو به د مذاکراتو په جریان کې وي.
د هغه په وینا ناټو سازمان په افغانستان کې خپل حضور او له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ ژمنو باندې عمل ته دوام ورکوي او تر څو چې د سولې شرایط برابر شوي نه وي، په مشروط ډول به له افغان حکومت سره خوا په خوا کار وکړي.
د اجرائیه ریاست خبرپانه وايي، دواړو لوریو همدا راز په بین الافغاني مذاکراتو، اوربند او د سولې له برابر شوي فرصت څخه د اعظمي استفادې په اړه ټینګار وکړ.
د یادونې ده، چې نن به د امریکا دفاع وزیر مارک اسپېر هم کابل ته راشي او ټاکل شوې د افغان حکومت سره یو ځای درې واړه په ګډه د افغانستان په اړه یوه اعلامیه صادره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې هلته قطر کې نن د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک کېدونکې ده، چې وار له مخه یې مراسمو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په ګډون د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او استازي ورغلي دي.
ویل کېږي د سولې هوکړه به د طالبانو له لوري ملاعبدالغني برادر او د امریکا له لوري زلمی خلیلزاد لاسلیک کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل