۰
برېتانیا:

بین الافغاني خبرې افغانستان ته دایمي سوله راوستلی شي

شنبی ۱۰ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۴
د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ګرت بېلي افغانستان ته یوازې د بین الافغاني خبرو له لارې دایمي سوله او ثبات راتلی شي.
بین الافغاني خبرې افغانستان ته دایمي سوله راوستلی شي
د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ګرت بېلي افغانستان ته یوازې د بین الافغاني خبرو له لارې دایمي سوله او ثبات راتلی شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بېلي په دوحه کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي نن د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیکېږي.

نوموړي ویلي، دا یو مهم پرمختګ دی خو دایمي ثبات او سوله د بین الافغاني خبرو پر مټ راتللی شي.

د هغه په وینا د دې هوکړې تر لاسلیک وروسته به ډېر ژر د طالبانو او افغان لوري ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.

هغه له افغان حکومت او افغانانو د برېتانیا د ملاتړ د دوام ډاډ څرګندی کړی وايي، هڅه کوي، چې د سولې په برخه کې پوره همکاري ډېره کړي.

د یادونې ده، چې نن به د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي