۰
مارک او میلي:

د طالبانو سره د سولې هوکړې له ضمیمو نه یو خبر

شنبی ۱۰ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۹
د امریکا د دفاع وزیر مارک اېسپر او د پوځ لوي درستیز جنرال مارک میلي وایې دوی له طالبانو سره د سولې موافقتنامې له ضمیمو نه دي خبر.
د طالبانو سره د سولې هوکړې له ضمیمو نه یو خبر
د امریکا د دفاع وزیر مارک اېسپر او د پوځ لوي درستیز جنرال مارک میلي وایې دوی له طالبانو سره د سولې موافقتنامې له ضمیمو نه دي خبر.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مارک او میلي دغه څرګندونې د تېرې چهارشنبې فبروری ۲۴ مه د امریکا د استازو د وسله والو خدمتونو کمېټې ته د سولې هوکړې په اړه د وکیلانو پوښتونو ته ځواب کې ویلي دي.

د امریکا د ولسمشر د پخواني مرستیال ډېک چیني لور، لیز چيني له اېسپر نه پوښتنه وکړه چې آیا په موافقتنامه کې له پټو فرعي معاملو نه خبر دی یا نه.

د امریکا دفاع وزیر مارکایسپر وویل«د هغه څه په اړه چې تاسې یې یادوۍ، په ذهن کې مې اوس څه نه ګرځي.»

د امریکا د دفاع وزیر زیاته کړه چې په پټه پر ځېنو مسایلو د موافقې له کېدو نه خبر نه دی.

په ورته وخت کې لوي درستیز مایک میلي د استازو مجلس له غړو سره ژمنه وکړه چې د سولې په سند کې به هر ډول شرطونه له سره وګوري.

د امریکا لوي درستیز ويلي چې طالبانو سره د استخباراتي معلوماتو له شریکولو څخه ملاتړ نه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې نن شنبنې د کب ۱۰ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي