۰

هند د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوي

شنبی ۱۰ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۲
د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هارش وردن شرینګلا وایي، هېواد یې افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوي.
هند د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوي
د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هارش وردن شرینګلا وایي، هېواد یې افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي شرینګلا دغه څرګندونې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب سره لیدنه کې کړې دي.

د ملي امنیت شورا خبرپاڼه وايي، دواړو چارواکو پرون جمعه د کب ۹ مه کابل کې سره لیدلي او د افغانستان پر سوله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر بهبود یې سره خبرې وکړې.

د ملي امنیت سلاکار له هند څخه مننه وکړه، چې د افغانستان د بیارغونې او انکشاف له پروسو یې ملاتړ کړی او هیله یې څرګنده کړه، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ به همکارۍ نورې هم زیاتې شي.

نوموړي په دې لیدنه کې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ظرفیتونو په اړه وویل، چې دلته اصلاحات د پرځان بسیاېنې لپاره خورا مؤثر تمام شوي او له پلان سره سم به دا ځواکونه تر ۲۰۲۴ کال پورې په کامله توګه پر خپلو پښو ولاړ وي.

هغه د سولې د خبرو په اړه هم وویل، چې افغان حکومت لازمه امادګي لري، ولې مهمه ده چې له دې فرصت څخه طالبان او د هغوی ملاتړي سمه ګټه پورته کړي، څو دا فرصت له لاسه لاړ نشي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په دې لیدنه کې د ملي امنیت سلاکار ته په افغانستان کې د ټاکنو د پروسې پر بریا او د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ورځې مبارکي وویل او زیاته یې کړه، چې هیواد یې له افغانستان سره د خپلو همکاریو دوام ته ژمن دی.

نوموړي یادونه وکړه، چې هند د افغانانو په مالکیت، مشرۍ او کنټرول د سولې د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي او هیله لري، چې په دې برخه کې روانې هڅې نتیجه ورکړي.

هغه وویل، چې هیواد یې د افغانستان له حکومت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او اماده دی، چې په دې پړاو کې د کرونا وایروس سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره تخنیکي مرستې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي