۰

ناټو او امریکا د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپروي

شنبی ۱۰ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۸
ټاکل وشې نن د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ او د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر کابل ته راشي او د افغانستان په اړه خپله ګډه اعلامیه خپره کړي.
ناټو او امریکا د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپروي
ټاکل وشې نن د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ او د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر کابل ته راشي او د افغانستان په اړه خپله ګډه اعلامیه خپره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی سټولټنبرګ او ایسپر به نن شنبې د کب ۱۰ مه کابل ته پر داسې مهال راشي، چې هلته قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک کېدونکې ده.

کابل ته د ناټو او امریکا د دغه دوه چارواکو په رارسېدو سره به دواړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري او په ګډه به د افغانستان په اړه یوه اعلامیه خپره کړي.

ارګ وايي، د دغه ګډې اعلامیې د لاسلیک او خپرولو مراسم به نن له غرمې مخکې په ارګ کې تر سره شي.

سرچینه وایي، د دغې ګډې اعلامیې هدف دا دی څو نړیواله ټولنه وښیي چې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

که څه هم ارګ په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ولسمشر غنی له والیانو سره خبرو کې ویلي، چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې او امریکا تړونونه پر ځای دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي