۰

له طالبانو سره د سولې هوکړې په اړه د امریکا د کانګرس د غړو خبرداری

شنبی ۱۰ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۷
د امریکا د کانګرس ۲۲ غړو په یوه سرخلاصيلیک کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او دفاع وزیر مارک ایسپر ته خبرداری ورکړی دی.
له طالبانو سره د سولې هوکړې په اړه د امریکا د کانګرس د غړو خبرداری
د امریکا د کانګرس ۲۲ غړو په یوه سرخلاصيلیک کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او دفاع وزیر مارک ایسپر ته خبرداری ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه استازو په یاد لیک کې د سولې تړون په هکله اندېښه ښودلې ویلي یې دي د طالبانو ژمنې له روغو پرته هېڅ نه دي.

په لیک کې له طالبانو سره جوړجاړی نه منونکی بلل شوی وایي، دغه ډله یوازې د امریکایي ځواکونو وتل غواړي، تر څو یو انحصاري اسلامي امارت جوړ کړي.

لیک کې له امریکا غوښتل شوي، چې طالبانو ته دې له افغانستان څخه د بشپړ خروج ژمنه نه ورکوي، ځکه د دوی په خبره طالبان له القاعده سره اړیکې لري او له هغوی سره خوا په خوا جګړه کوي.

په دې لیک کې له واشنګټن غوښتل شوي، چې له طالبانو سره هر ډول تړون باید عمومي نشر شي او پټ پاتې نه شي او دغه راز حکومت نه شي کولی طالبانو ته د ترهګرۍ ضد ډلې نوم ورکړي او د امرکیا امنیت وګواښي.

امریکایي کانګرسیانو په دې لیک کې هم ویلي، له طالبانو سره د ترهګرۍ ضد د اطلاعاتو او استخباراتو هېڅ ډول ګډ مرکز نه جوړېږي، د بشپړ خروج ژمنه د نه ورکوي او د امریکا د ګټو سره سم باید امریکايي سرتېري افغانستان کې پاتې شي.

په لیک کې دا هم ویل شوي، چې طالبانو سره باید هر ډول هوکړه په دې شرط وشي چې دغه ډله به ټول القاعده مشران امریکا ته سپاري او د طالب بندیانو ژر تر ژره خوشې کېدل باید شرط نه وي.

همدارنګه د لیک په پای کې زیاته شوې، چې پر القاعده او حقاني شبکه دې بندیزونه دوام پیدا کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې نن پر ځاي وخت دوه بجې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون د قطر پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شي.

د دغه تړون د لاسلیک لپاره چمتوالی نیول شوی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په ګډون د ۷ هېوادونو بهرنیو چارو وزیران او دغه راز د ۳۰ هېوادونو استازي هم ورغلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي