۰

ارګ د ثبات او همپالنې ټیم ادعا رد کړه

پنجشنبه ۸ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۱
ولسشمر ماڼۍ د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالڼې ټیم هغه ادعا رد کړ، چې ویلي یې دي، د انتخاباتي ستونزو د حل په موخه د دولت جوړونکي او ثبات او همپالڼې ټیم تر منځ خبرې پیل شوې.
ارګ د ثبات او همپالنې ټیم ادعا رد کړه
ولسشمر ماڼۍ د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالڼې ټیم هغه ادعا رد کړ، چې ویلي یې دي، د انتخاباتي ستونزو د حل په موخه د دولت جوړونکي او ثبات او همپالڼې ټیم تر منځ خبرې پیل شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ثبات او همپالنې ټیم لومړي مرستیال بابر فرهمند په یوه ټوېټ کې ویلي، دوی او دولت جوړونکي ټیم تر منځ د ټاکنو پر سر د لانجې د حل لپاره د خلیلزاد په منځګړیتوب خبرې پیل شوې دي.

خو د ولسمشر ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي دغه څرګندونې په کلکه رد کړې او ویلي یې دي، چې تر اوسه له هېڅ سیاسي لوري سره مذاکرات نه دي شوي.

ښاغلي صدیقي په یوه لنډ ټوېټ کې ویلي«ولسمشر غني مصمم دی، د خپلې کابینې په جوړولو مختلفو سیاسي لوریو او خلکو د استازو سره مشورې وکړي.»

که څه هم د ثبات او همپالنې ټیم ارشد غړي او د جنبش ګوند ویاند بشیر احمد تینج هم ویلي، چې خلیلزاد عبدالله ته ډاډ ورکړی، چې ټول شموله حکومت به جوړېږي.

خو خلیلزاد په خپل ټوېټر کې ویلي، ټاکنې پای ته رسېدلې، ولسمشر غني ګټونکی دی او ټول شموله حکومت به جوړ شي.

تر هغه وروسته د ولسمشر غنی ارشد سلاکار شاه حسین مرتضوي هم په یوه لنډ ټویټ کې ویلي و، چې د لوړې مراسم به کېږي، د ملي یووالي او موازي حکومتونه نه جوړېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي