۰
د امریکا د پوځ مشر:

د طالبانو په اړه ټولو اندېښنو ته مو پام دی

پنجشنبه ۸ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۹
په داسې حال کې چې ټاکل شوې په راتلونکو دوه ورځو کې د امریکا او طالبانو تر منخ د سولې هوکړه لاسلیک شي، د امریکا د پوځ مشر ډاډ ورکړی، چې د طالبانو په اړه ټولو اندېښنو ته یې پام دی.
د طالبانو په اړه ټولو اندېښنو ته مو پام دی
په داسې حال کې چې ټاکل شوې په راتلونکو دوه ورځو کې د امریکا او طالبانو تر منخ د سولې هوکړه لاسلیک شي، د امریکا د پوځ مشر ډاډ ورکړی، چې د طالبانو په اړه ټولو اندېښنو ته یې پام دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د سوله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي دغه څرګندونې پرون د امریکا د کانګرس په یوه استماعیه غونډه کې کړې دي.

نوموړي ویلي دی په دې پوه دی، چې طالبان څومره وړتیا لري خو بیا هم ورسره د سولې د یوه تړون د لاسلیک کېدو ملاتړ کوي.

دی وایي، د طالبانو په اړه ټولو اندېښنو ته یې پام دی او هېڅکله به د دې ملاتړ ونه کړي، چې ورسره استخباراتي معلومات شریک کړي.

مارک میلي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې د راتلونکې شنبې کب ۱۰ مه د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه د قطر پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ درې ورځې وړاندې هند ته د سفر پر مهال ویلي، چې که طالبان د تاوتریخوالي کمولو ته همداسې دوام ورکړي نو دی به ورسره د سولې هوکړه لاسلیک کړي او خپل نوم به هم په کې ولیکي.

خو په ورته وخت کې یې دا هم ویلي، چې د امریکا قوي استخبارات به په افغانستان کې وي، او که طالبانو له سولې او ګړو ژمنو سرغواړی وکړ، سخت بریدونه به پرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي