سرچینې وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه پر افغان حکومت پورې اړه نه لري او نه هم تر اوسه په دغه مراسمو کې د افغان حکومت د ګډون په اړه کوم تصمیم نیول شوی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه د راتلونکې شنبې کب ۱۰ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شي.
د طالبانو د قطر دفتر هم تایید کړې، چې تر اوسه په پلان کې کوم بدلون نه دی راغلی او دغه هوکړه به د راتلونکې شنبې په ورځ د دواړو لورو تر منځ لاسلیک شي.
قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، چې د هوکړې مراسمو ته د ۲۷ هېوادونو استازي وربلل شوي او دا هوکړه به د قطر پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شي.
طالبانو ویلي د دوی له لوري به هوکړه د ملا عبدالغني برارد له خوا لاسلیک شي، خو د امریکا له لوري تر اوسه معلومه نه ده، چې څوک به یې لاسلیک کړي.
د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي دوی ته هم بلنه ورکړل شوې او دی به په دغه مراسمو کې ګډون وکړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړې، چې دوی ته د ګډون بلنه ورکړل شوې او په ورته وخت کې عمران خان قطر ته رسېدلی دی.
خو دا چې په دې مراسمو کې د افغانستان حکومت ته بلنه ورکړل شوې که نه د حکومت یوې سرچینې نن پنشنبې د کب ۸ مه
جمهور خبري آژانس ته و ویل«دا هوکړه د امریکا او طالبانو تر منځ ده، په افغان حکومت پورې اړه نه لري.»
دغه حکومتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا مراسمو ته افغان حکومت بلل شوی او ګډون په کې کوي که نه، زیاته کړه، چې دا د امریکا او طالبانو تر منځ ده او افغان حکومت ته هغه مرحله مهم ده، چې د دوی او طالبانو تر منځ خبرې وشي.
سرچینې زیاته کړه، دا چې په یادو مراسمو کې به د افغان حکومت استازی ګډون وکړي که نه تر اوسه تصمیم نه دی نیول شوی او هر کله چې تصمیم ونیول شو، له رسنیو سره به شریک شي.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض