۰

پمپیو د قطر د بهرنیو چارو وزیر سره پر افغان سوله خبرې کړې دي

پنجشنبه ۸ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۲
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د قطر له بهرنیو چارو وزیر محمحد بن عبدالرحمن سره پر یو لړ مسایلو خبرې کړې دي.
پمپیو د قطر د بهرنیو چارو وزیر سره پر افغان سوله خبرې کړې دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د قطر له بهرنیو چارو وزیر محمحد بن عبدالرحمن سره پر یو لړ مسایلو خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو په یوه ټویټ پیغام کې ویلي، چې له عبدالرحمن سره یې تر ډېره په سیمه کې پر وروستیو پرمختګونو بحثونه شوي دي.

نوموړي له قطر مننه کړې چې د افغانستان د سولې په برخه کې یې ګڼې همکارۍ کړې او ویلي یې دی  افغان سولې د خبرو په کوربه توب، اسانتیا او پرمختګ کې د قطر همکاري د ستایلو وړ ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو زیاته کړې، چې قطر په سیمه کې د امریکا نږدې او ښه ملګری هېواد دی.

امریکایي او قطري چارواکي پر داسې مهال دغه خبرې کوي، چې ټاکل شوې د راتلونکې شنبې کب ۱۰ مه د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه د قطر پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شي.

طالبانو ویلي په پلان کې تر اوسه کوم بدلون نه دی راغلی او د هوکړې د لاسلیک مراسمو ته د ۲۷ هېوادونو استازي هم بلل شوي دي.

ویل کېږي د طالبانو له لوري به د سولې هوکړه د ملا عبدالغني برارد له خوا لاسلیک شي، خو د امریکا له لوري تر اوسه نه ده معلومه، چې کوم چارواکی به یې امضا کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي